ټولنه

په هرات کې دلامبو په وخت کې ددريو تنو ماشومانو ډوبيدل

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې درې تنه ماشومان دلامبو په وخت کې ووژل شول .
دغه ماشومان  چې  له اته کلنى څخه  تر پنځلس کلنى پورې و ،  پرون دانجيل ولسوالۍ په جعفر اباد کلي کې ووژل شول .
  دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل  دغه کسان چې ديو بل  دوستان و ،  دبې احتياطي له امله  په سيند کې  دلامبو په وخت کې ډوب شول او ووژل شول .
  ده ددغو ماشومانو  دمړينې له امله  دخپګان په څرګندولو سره  له کورنيو څخه وغوښتل چې د دوبى په فصل کې دهوا دتودوخې په پام کې نيولو سره دې  دخپلو ماشومانو  زياته څارنه وکړي .
  داپه داسې حال کې ده چې دهوا په تودوخې  سره  زيات شمير ځوانان او تنکي ځوانان  دتفريح په وخت کې په تيره بيا درخصتيو په ورځو کې  دهريرود ،  جوي انجيل او دجوي نو په اوبو کې  په لامبو لاس پورې کوي .
دروان کال له پيل څخه تراو سه پورې  څه ناڅه لس تنه ماشومان او تنکي ځوانان په هرات ولايت کې دلامبو په وخت کې دبې احتياطي له امله وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته