امنیت

د ننګرهار ولايت په دربابا ولسوالۍ کې دسر دوروستيو زيانونو په نسبت دملي شورا دمشرانوجرګي درييس او غړو د ډاډ ګيرني پيغام

کابل باختر د وږي  پنځلسمه
د ننګرهار ولايت په دربابا ولسوالۍ کې دسر دوروستيو زيانونو په نسبت دملي شورا دمشرانوجرګي  درييس او غړو د ډاډ ګيرني پيغام .
  دملي شورا دمشرانوجرګي په ژورې خواشيني سره  خبر ترلاسه کړ چې بيا هم دهيواد دسولې اوثبات دښمنانو پرون دننګرهار ولايت په دربابا ولسوالۍ کې دجنازي دښخولو په مراسمو کې  ځانمرګي بريد وکړ چې له امله يې څه دپاسه شل تنه بې ګناه  وګړي ووژل شول او ددغې ولسوالۍ دولسوال په ګډون نږدي پنځوس تنه نور ټپيان شول
دملي شورا دمشرانوجرګي دافغانستان دملت دوحشي  او قسم خوړلو دښمنانو دغه غير اسلامي او غير انساني عمل په ډيرو سختو الفاظو  سره غندي اوڅرګندوي چې دوحشي صفته تروريستان دافغانستان دخلکو دسفاکو دښمنانو په لارښوونه ، داسلامي ارزښتونو پرخلاف او له مسلمه امت سره   په ضديت کې زموږ بې  ګناه اومسلمان هيوادوال په عامه سيمو سربيره په جوماتونو ، دديني مراسمو او دودونو  په مجلسونو اولويو لارو کې شهيدانوي  او ټولګټې  تاسيسات ويجاړوي او داځلې ددين اوخلکو دښمنانو دننګرهار ولايت ديوې ولسوالۍ په ماتم ځپلو  خلکو ډارن ځانمرګي بريد وکړ او دسيمي يوزيات شمير اوسيدونکې يي دخپلو عزيزانو په ماتم کښينول .
دملي شورا دمشرانوجرګه دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ددغي پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت او ټپيانو ته دسملاسي  روغتيا او پاتي کسانو ته يې دجميل صبر  هيله کوي او ټينګار کوي چې دهيواد امنيتي ځواکونه دي ډير ژر ددغې  پيښې عاملينو په تيره بيا دهغې  دسازمان ورکوونکو په نيولو کې جدي هلې ځلې وکړي اوهم غوښتنه کوي چې دديني مراسمو ، دماتم د غونډو او دخوشحاليو دغونډو په وخت کې دي له امنيتي ځواکونوسره په همغږي کې لازم تدبيرونه ونيسي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته