نړۍ، د سلواغې ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ
د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د خبر له مخې په ځايي وخت نن سهار ۸:۴۰ بجې د امریکا متحده ایالاتو یوه اېف ۱۶ جېټ جنګي الوتکه د جنوبي کوریا لوېديځ ساحل په اوبو کې نسکوره شوې ده.
د معلوماتو له مخې دغه الوتکه یوې پوځي اډې ته نږدې رانسکوره شوې او پیلوټ ترې ځان غورځولی او روغ دی.
امریکایي پوځي چارواکو هم د دغې الوتکې نسکورېدل منلي او په دې اړه یې د پلټنو کولو خبر ورکړی دی.
دغه الوتکه په داسې مهال رانسکوره شوې، چې سیمه په ځانګړي ډول کوریا ټاپو، د چین ختیځ سواحلو(تایوان) او جاپان شاوخوا اوبو کې د شمالي کوریا او امریکا او متحدینو یې لکه جاپان، جنوبي کوریا، تایوان او دغه راز چین ترمنځ پوځي ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي.