کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
په هغه ځانمرګي بريد کې چې نن له غرمې مخکې د تذکرو د وېشلو يوې حوزې ته څېرمه رامنځته شو ٣١ تنه ووژل شول او ٥٤ تنه نور ټپيان شول
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې دکابل ښار په شپږمه ناحيه کې دتذکرو د ويشلو په يوه حوزه کې چاودنه وشوه.
دکورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش وايي چې، چاودنه د ځانمرګي بريد زيږنده وه .
ويل کېږي ځانمرګي يرغلګر چاوديدونکي توکي په خپل بدن پورې تړلي و او ځان يې دکابل ښار په شپږمه ناحيه کې دآصف مايل دښوونځي په کوڅه کې د تذکرو د وېشلو په يوه حوزه کې وچاوه.
دعامې روغتياي وزارت وياند وحيد مجروح په دې پيښه کې د ٣١ تنو وژل کېدل او د ٥٤ تنو ټپي کېدل تايېد کړل.
هغه زياته کړه چې د دغې پېښې د لسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
ددغې پيښې په قربانيانو کې ديوه يو کلن ماشوم په ګډون ښځې او ماشومان شامل دي .
له هغه ځانمرګي بريد وروسته چې د نوروز په ورځ په کابل کې دسخي زيارت ته څېرمه رامنځته شو او له امله يې ٢٩ تنه ووژل شول دا په کابل کې لومړى ځانمرګي بريد دى.پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل