اقتصاد

ننګرهار کې پر ۱۰۰۹ بزګرانو تخمونه ووېشل شول

– کابل/ د چنګاښ ۲۰ مه / باختر
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست پر ۱۰۰۹ بزګرانو د رومیانو او لوبیا تخمونه ووېشل.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله ساپی وايي چې دغه تخمونه به پر ۱۱۸۲ جریبه ځمکه وکرل شي چې ورسره سم به د بزګرانو په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی رامنځته شي.
ساپی وايي چې دغه تخمونه به د شېرزادو، خوږياڼو، اچين، روداتو او کوټ ولسواليو هغو بزګرانو ته هم ورکړل شي، چې تېر کال ورته دوی بڼونه جوړ کړي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته