ټولنه

په خوست ولايت کې مديريتي کميټې جوړې شوې .

کابل باختر د کب څوارلسمه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون  دملي پروګرامونو مديريتي کميټې پرون په خوست ولايت کې جوړې شوې .
  باختراژانس ته دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرامونو دعامه اړيکو دادارې دمعلوماتو له مخې،  ددغو کميټو  دجوړولو موخه ،  دنږدې  همکاريو  دزمينو منځ ته راوړل  او دکليو دپرمختيايي شوراګانو ترمنځ دښې همغږى  تامينول ،  دسيمې ، اداري واحدونو او دولسي تړون دملي پروګرامونو کاري شريکان دولايت دمرکز اوولسواليو په کچه دي .
په هغې غونډه کې چې په همدې مقصد په دغه ولايت کې دملکي او پوځي  بنسټونو دمسوولانو په وړاندې جوړه شوه  وينا والو  ددغو مديريتي کميټو جوړول دچارو دښه والي په لاره کې يو ارزښتناک امر وباله .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته