اقتصاد

دهرات او دايران دخراسان رضوي ترمنځ دسوداګري چلنجونو لرې کول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
دهرات ولايت اقتصادي هيئت  چې دخراسان رضوي ولايت ته سفر کړى دى  ددواړو ولايتونو ترمنځ ديوشميرتجارتي او ترانزيتي ستونزو دلرې کولو  خبر ورکوي .
دغه هيئت  چې له درې ورځني سفر وروسته نن يې دهرات له والي  محمداصف رحيمي سره وکتل ټينګار کوي  چې ددغه سفر په بهيرکې چې دخصوصي سکتور  اوتجارتي ستونزي  ددغه سفر په بهيرکې له ايراني لوري سره  په بشپړه شفافه فضا کې  طرحه شوې ده .
په دغه هيئت کې دتخنيکي خدمتونو رئيس احمدشعيب معصومي دولايت دمقام ددفتردرياست استازى ګل آقا جمشيدي ، دترانسپورت رئيس محمدناصر سلطاني ، دګمرک رئيس رحماني ، د ولايتې شورا غړى  نوراحمد حيدري  اويوشمير سوداګر او دخصوصي سکتور متشبثين شامل دي .
ددغه سفر په بهيرکې  دترانزيتي ستونزو ترڅنګ يوشميرتجارتي اسانتياوې  هم برابرې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته