امنیت

اووه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
افغان امنيتي ځواکونو او نړيوالو پوځونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دهيواد په ځينو ولايتونوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل او اووه پنځوس تنه وسله وال طالبان يې ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: د افغان امنيتي ځواکونو او د نړيوالو پوځونو په هغو ګډو عملياتوکې چې د قندهار، غزني ، هلمند ، کاپيسا ، پکتيکا او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ اووه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول، اته تنه يې ټپيان او دولس تنه نوريې ونيول شول  او په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله ، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز د فراه او هرات د ولايتونو په مربرطاتوکې دمخالفينو له خوا درې ښخ کړاى شوي  ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو منسوبينو پرون يو تن د سندونو دجعل او تزوير د يوې قضيې په اړوند دکابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته