کابل باختر د ثور دمياشتې ١٢ :
د ملي اردو او د ملي پوليسو ٩١ تنه موظفين نن د٢٠٩ شاهين قول اردو د انجنيرى له ښوونځې څخه فارغ شول .
د شاهين قول اردو د انجنيرۍ ښوونځي د ناچاودلو مهماتو د شنډولو د کورس قوماندان ډګروال رحيمداد د باخترآژانس خبريال ته وويل: د روزنيز کورس په دې دوره کې د ملي اردو ٧٢ تنو او د ملي پوليسو ١٩ تنو افسرانو د څوارلسو اوونيو په موده کې د دغه ښوونځي د تکړه او مجربو استادانو له خوا د ناچاودلو مهماتو د شنډولو په برخه کې مسلکي زده کړه کړې ده.
د ده د څرګندونوله مخې: د دغه ښوونځي د ناچاودلو مهماتو او ماينونو دکشف او شنډولو د کورسونو ٣٤ مه دوره ده چې په هغوکې په لسګونو پوځيانو مسلکي زده کړې کړې دي.
1 1 دقیقه لوستل