امنیت

٣٥ طالبان په پکتيا او پکتيکا کې ووژل شول

کابل / د ثور ٢٨ مه / باختر
پنځه ديرش وسله وال طالبان  تېره شپه په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې  ووژل شول.
باختراژانس د ملي دفاع وزارت دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ : شل وسله وال طالبان دپکتيکا ولايت په يوسف خيلو ولسوالۍ کې  د دوى دټوليدو په سيمې د بريد په وخت کې ووژل شول او پنځه نورطالبان  ټپيان شول .
په دې بريد کې  د وسله والو طالبانو ١٣موټر سايکلونه ، يو توغندى ويشتوونکى ، يوه پيکا او  ٣ کلاشينکوفونه هم  له منځه يووړل شول .
دغه راز ١٥ نور وسله وال طالبان د پکتيا ولايت په  ډنډ پټان او احمداباد ولسواليو کې  له پوځيانو سره په  نښته کې  ووژل شول او ١٦ نور ټپيان شول.
پاى  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته