امنیت

په قندهار کې دافغان بيسيم دمخابراتي شرکت يو کارکوونکى ووژل شو .

کابل باختر د سلواغې  ديارلسمه :
په قندهار کې دافغان بيسيم  دمخابراتي شرکت  يو کارکوونکى دناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا  ووژل شو .
  دقندهار ولايت وياند  صميم خپلواک  دباختراژانس خبريال ته وويل  دوو تنو موټرسايکل سپرو  دقندهار  ښار  داوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې  دافغان بيسيم دمخابراتي شرکت  يو کارکوونکى  په ډزو سره وواژه او په خپله وتښتيدل .
  خپلواک وويل  چې ددغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته