ټولنه

په زرګونو کورنيو غنم وويشل شول

 کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
  دخوړو دنړيوال سازمان يا دډبليو اف پي موسسې  له لارې دسمنګانو په ولايت کې  په ٤٥٠٠ بې وزلو کورنيو او کارګرانو٥١٠ټنه غنم وويشل شول .
دسمنګانو په ولايت کې ددغې موسسې يوه مسوول مجيب الرحمن دباختر اژانس خبريال ته وويل ددغو غنمو له جملې څخه  ٥٨ ټنه يې په وړيا ډول دايبکو ښار په  ٥١٦ بې وزلو کورنيو  او ٤٥٢ ټنه يې دخوړوپه بدل کې  دکار دپروګرام له لارې ددغه ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا ادارې په همکارۍ  په ايبکو ښار او ددغه ولايت په دريو ولسواليو کې په ٤٤٧٧ کورنيو ويشل شوي دي .
  دغه مسوول وويل ددغه پروګرام  دتطبيق هدف   له کليوالي اوسيدونکو سره مرسته  او دهغوى دستونزو حل کول او وزګارو کسانو ته دکارموندلو دزمينې  برابرول  و چې ددغه پروګرام په تطبيق سره ددريو مياشتو لپاره ٤٤٧٧ کورنيو ته دکار زمينه برابره شوې وه .
ده وويل ددغه پروګرام له لارې دسمنګانو ولايت په مرکز کې ٦٨ کلي په  روي دواب ولسوالۍ  کې ٥١ کلي ، په خرم سارباغ ولسوالۍ کې ٥٢  کلي او په فيروز نخچير  ولسوالۍ کې ١٧ کلي چې ټول يې ١٨٥ کلي کيږي  تر پوښښ لاندې نيول شوي وو په هر کارګر دکار له پاى ته رسيدو وروسته يوسلو  دولس اعشاريه پنځه کيلوګرامه غنم وويشل شول .
  ده وويل ددغه پروګرام په عملي کيدو  سره به دغو کليو کې په سلګونو کيلومتره ويالې او کانالونه او داوبوزيرمې چې دسيلاونو دراوتلو له امله له خاورو ، کاڼو او خځولو څخه ډکې  شوې وې پاکې شوې .
دغه راز په سلګونو کيلومتره سړکونه چې دسيلاونو دراوتلو له امله ويجاړ شوي وو بيا ترميم او دترانسپورت ، دڅښاک  دروغتيايي  اوبو او دکرنيزو اوبو له پلوه دزرګونو تنو کليوالي اوسيدونکو ستونزې تر يوې اندازې پورې  حل شوې دي
دغه راز  هغو کليوالي اوسيدونکو چې له دغو پروژو  څخه يې ګټه اخستې ده  ددغو پروګرامونو دعملي کيدو هرکلى وکړ .
دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو پورې اړوند دسرقد دکلي اوسيدونکي عبدالخالق  وويل ددغه پروګرام  له لارې ٢١ تنه کارګران ددريو مياشتو لپاره دسرقدکانال دپاکولو لپاره ګومار ل شوي وو  او دغو کارګرانو په ورځ  کې  درې کيلومتره کانال چې له خاورو او خټو څخه ډک شوى و   پاک کړ اوبيايې په دغه کانال کې کرنيزې اوبه وبهولې .
ده وويل  دکار په پاى کې ددغه پروګرام  له لارې په هرکارګر ١١٢ اعشاريه پنځه کيلوګرامه غنم وويشل  شول چې دغه پروګرام  کولاى شي  ددريو مياشتو لپاره ديوې  کورنۍ  خوراکي توکي تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته