امنیت

په روزګان کې د دولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د تلي شلمه ١٢ تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دامنيتي مامورانو په نښته کې ووژل شول . په دغو طالبانو نن سهار ددغه ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت بريد پرې وشو چې غوښتل يې دپوځيانو په کاروان بريد وکړي . د روزګان ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول . ده وويل دغو طالبانو غوښتل دسرتيرو دسپرلۍ په کاروان په بريد سره دغه پوځيان له پښو وغورځوي خو مخکې له دې په خپله دنورو سرتيرو په ډزوکې ووژل شول . ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته