خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

 کابل، د چنګاښ٢٥مه، باختر

یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو مطالب خپاره کړي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه یې مطالب او راپورونه هم خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته  په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د «اطلاعاتو روز» ورځپاڼې” د اختر په ورځو کې  څه د پاسه ٥٠ زره سيلانيان بامیانو ته تللي دي. “تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو د اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې دغه ولايت د نېکمرغه لوى اختر په ورځو کې څه د پاسه ٥٠ زرو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو کوربه و.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سيف الله الرحمن محمدي د اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دغه ولايت د ښکلو ساحو، ښې هوا او امنيت په لرلو سره  د روان کال د اختر په ورځو کې د زياتو سيلانيانو کوربه و.

د ” ٨ صبح ” ورځپاڼې د( اروپا اتحاديې  د روسيې پر خلاف د نويو بنديزونو وړانديز وکړ.) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اروپا اتحاديې په يوه وينا کې اعلام کړى، چې د مسکو پرخلاف نوي بنديزونه يې وړاندیز کړي، چې د روسيې د سرو زرو واردات هم پکې شامل دي.

دغه راز ويل شوي چې بنديزونه بايد تر راتلوونکې جنوري پورې تمديد شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته