دمشق – سي ان ان – باختر دليندى دمياشتې ٢
په سوريه کې د داعش د ډلې پرخلاف د امريکا په مشرۍ د هوايي بريدونو له پيل څخه تراوسه پورې څه ناڅه ٩٠٠ تنه وژل شوي دي .
باختر آژانس د (سي. اِن. اِن) د خبري سايت له خولې خبر راکړ: د اتو ماشومانو او پنځوښځو په ګډون ٥٢ تنه ملکي وګړي د داعش د ډلې پرخلاف بريدونوکې وژل شوي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د وژل شويو کسانو له جملې څخه ٧٢ تنو يې د النصره جبهې په ډلې پورې اړه درلود.
د ملګرو ملتو دسازمان د شميرنو له مخې: د سوريې په کورنيو جګړوکې څه ناڅه ١٩١ زره تنه وژل شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ