نړۍ

دمصر داخوان المسلمين ګوند مشر په محکمه کې حاضر شو.

قاهره- د آزادۍ راډيو – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
دمصر داخوان المسلمين ګوند مشر محمد بديع پرون محکمې ته احضار کړى شو.
دا لومړۍ ځل دى چې دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي له ګوښه کيدو وروسته داخوان المسلمين مشر په محکمه کې حاضريږي محمد بديع چې په محکمه کې دپنجرو له شا څخه يې خبرې کولې دغه تورونه ردکړل چې ګنې د ده ګوند تاوتريخوالي ته لمن وهلې  ده .
داخوان المسملين له مشر څخه پروني پوښتنې دهغه تاوتريخوالي په باب وې چې دروان کال دجولاي دمياشتې په نيمايي کې دقاهرې په پوهنتون کې داخوان المسلمين  دفتر ته څيرمه دمظاهرو په بهير کې  رامنځته   شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته