امنیت

دکوکنارو بزګران مجازات کيږي

١٥ -کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :

دکندهار پوځي شورا پريکړه  کړې ده هغه کسان چې ددغه ولايت په  دښتو کې کوکنار کري دهغو کسانو په پرتله چې په زراعتي ځمکو کې کوکنار کري سخته سزابه ورکړي شي .

دکندهار ولايت مطبوعاتي مسوول زلمي رسول دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل  چي دغه پريکړه پرون ددغه ولايت دپوځي شورا په غونډۀ کې وشوه .

ده زياته کړه په دې غونډه کې  چې دکندهار دوالي توريالي ويسا په مشري جوړه شوي وه  دکندهار ولايت امنيه قوماندان ، دملي امنيت رييس  ،  د ٤٠٤ ميوند زون  او د٢٠٥ اتل قول اردو دمرستيالانو ، دسرحدي لوا قوماندان ، دعامه نظم قوماندان او دکندهار دجيل مديرگډون کړي و.

دخبرځاي دمعلوماتوله مخي  دولايتي شورا غړو دغه راز پريکړه وکړه هغه نشه يي توکي چي دعملياتو په بهيرکي له ښار او ولسواليو څخه ضبطيږي په هماغه سيمه کي نه بلکي ديوجګپوړي هيئت په حضورکې  به وسوځول شي .

دغه راز په دې امنيتي غونډه کې پريکړه وشوه چې داملاکو دکميسيون غړي هم په راتلوونکي کې وبلل شي چي دکندهار په ښار او ولسواليو کې ددولتي غصب شويو ملکيتونو دبيرته اخيستلو په خاطر پريکړه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته