امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يوقوماندان دسولې له بهير سره يوځاى شو .

کابل باختر د وري شپږمه :
دوسله والو طالبانو  دډلې  يو قوماندان  له خپلو  شپږو تنو افرادو سره يې  په نورستان ولايت کې  له جګړې څخه  لاس واخيست  او عادي ژوند يې  غوره کړ .
په بدر مشهور  ملا احمد  مخکې له دې   ددغه ختيځ ولايت په ځينو سيموکې  له خپلو افرادو سره په تروريستي فعاليتونوبوخت و .
  ده  دسولې له بهير سره  دپيوستون په وخت کې وويل  چې له دې وروسته به  دهيواد په بيا جوړولو او دامنيت په تامينولو کې  هڅه او هاند وکړي.
ملا بدر له نورو طالبانو څخه وغوښتل  چې نور  دې  دهيواد  له ورانولو څخه  لاس واخلي  او دخپل هيواد  په بيا جوړولو او پرمختګ کې  ونده واخلي .
  دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو درستيزوال جنرال محمد ايوب حسين خيل دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دوسله والو طالبانو  دډلې  قوماندان  ملا احمد عادي ژوندانه ته  دستنيدو په وخت کې  دوه توغندي ويشتوونکي ، دوه  ميله  پيکا ،  پنځه کلاشينکوفونه او يوبم غور ځوونکي  دولت ته سپارلي دي .
  دسرحدي پوليسو  دغه قوماندان  عادي ژوندانه ته  په بدر مشهور  دملا احمد  ستنيدل  په نورستان ولايت کې دامنيت  دښه والي په لاره کې   يو مهم ګام وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته