امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان په پکتيا ولايت کې د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
دغو طالبانو پرون کله چې غوښتل يې د پکتيا په مرکز ګرديز ښارکې په يوه ګڼ ميشت واټ کې ماين ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او ووژل شول.
د تندر قول اردو وياند فضل خدا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې يواځې دغه دوه تنه ماين ښخوونکي وژل شوي او لارويانو ته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل: وسله والو طالبانو غوښتل چې د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يو لړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته