امنیت

طالبان دپستې له عوايدو څخه سمباليږي .

کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
وسله وال طالبان او غير مسوول وسله وال کسان دبادغيس ولايت دطبيعي  پستې له عوايدو څخه سمباليږي .
په بادغيس ولايت کې دپستې څه ناڅه نوي زره هکتاره  طبيعي  ځنګلونه شته چې په کال  کې څه دپاسه  ديرش مليونه ډالره عوايد لري  خو له بده مرغه له دووکلونوراپديخوا   ددغه ولايت دپستې عوايد دغير مسوولو افرادو او وسله والو طالبانو جيبونو ته ځي .
دبادغيس ولايت دکرنې رييس حفيظ الله بينش  دباختر اژانس خبريال ته وويل  دکرنې رياست دسيمې له عالمانو او مخورو شخصيتونو سره دپرله پسې  غونډو په بهيرکې  دپستې دځنګلونو  ددفاع کميټه  جوړه کړه چې د پستې دځنګلونو ساتنه وشي .
دبادغيس ولايت دکرنې رياست څه دپاسه اتيا تنه کارکوونکي او موظفين لري چې له دولتي معاش  پرته بل څه نه لري ټول بې وسلې  دي او دڅارنې دنده لري .
دکرنې رييس زياته کړه دبادغيس ولايت دپستې ځنګلونه دکانونو په شان  دي او مرکزي  دولت دې بايد دپستې  دځنګلونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي .
له دې پرته دطالبانو ډله دپستې له عوايدو څخه پوځي استفاده کوي .
دابکمري  ولسوالۍ اوسيدونکي  عبدالباعث  چې دپستې زيات ځنګلونه په دغې ولسوالۍ کې لري وايي چې دپستې ټولې ځنګلي  سيمې دوسله والو طالبانو په واک کې دي او دغه راز غير مسوول وسله وال کسان هم دپستې له عوايدو څخه ناوړه استفاده کوي .
دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ دسنګ  آتش  دسيمې اوسيدونکي حاجي معين الدين چې په رضاکارانه ډول دپستې دځنګلونو دساتنې دکميټې مشري په غاړه لري وايي چې دپستې ځنګلونه دله منځه تلو په حال کې  دي او وسله وال طالبان دپستې  له عوايدو څخه سمباليږي که چيرې دولت په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي  ښايي له څوکلونو وروسته به  نه جنګل وي او نه هم پسته .
دځنګلونو ددفاع کميټه او دسيمې خلک  څرنګه چې وسله  نه لري او دغير مسوولو کسانو او وسله والو طالبانو په وړاندې دمقابلې وس او ددغې ملي پانګي دساتنې توان نه لري .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته