ټولنه

په قندهارکې پر تګ راتګ محدوديتونه ولګول شول

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
له کرونا ويروس سره د افغانستان د مبارزې پر دوام په قندهارکې پر تګ راتګ  محدوديتونه ولګول شول.
قندهار تراوسه د کرونا ويروس د درېيو مثبتو پېښو ډګر دى.
د قندهار مسوولين وايي چې دغه محدوديتونه د ١٠ ورځو لپاره لګول شوي دي او د کرونا بحران د دوام په پايله کې به تمديد شي.
د دغو محدوديتونو له مخې؛ له روغتيايي مرکزونو او د لومړنيو توکو له پلورنځيو پرته ټول پلورنځي او مرکزونه تړل کېږي او خلک هم د بېځايه ګرځيدو اجازه نه لري.
د قندهار والي حيات الله حيات باختر آژانس ته وويل چې خلک بايد د کرونا د مخنيوي لپاره پر لارښوونو عمل وکړي او له بې مورده ګرځېدو څخه د ډډې کولو ترڅنګ په دې وژونکې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنيوي لپاره دې روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.
کرونا تراوسه په افغانستان کې ٥ تنه وژلي دي او دغه راز ٢٩٩ تنه نور په دغه ويروس اخته شوي دي.
ختم -ج -اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته