کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د میدان وردګو سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د شنیز بند د جوړولو د چارو پيل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رئیس مولوي فيض الله جلالي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنیز دره کې د پاملرنې موسسې په مالي ملاتړ د یوه بند د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د یاد بند په جوړېدو سره لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.