ټولنه

د پکتيا په ډنډ پټان کې د بې وزلو کورنيو د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا لپاره هڅې

کابل/ د سلواغې ٦مه/ باختر
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په يو پروګرام کې د پکتيا په ډنډ پټان  ولسوالۍ کې د بې وزلو کورنيو داقتصادي بنسټ دپياوړتيا لپاره هڅې پيل کړې دي.
په دغه پروګرام کې ټاکل شوې ده پر ١٢٥ بې وزلو او بې سرپرستو کورنيو هګۍ  ورکوونکې چرګې ووېشلې شي چې دغه کورنۍ د چرګانو په روزنې او د هغوى د هګيو په پلورنې سره د خپل ژوندانه چارې سمې کړي.
د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس محمد الدين مومند باختر آژانس ته وويل چې په دغه پروګرام کې په ډنډ پټان کې پر هرې بې وزلې او بې سرپرستې کورنۍ ١٠٠ هگۍ ورکوونکې چرګې وېشل کېږي.
هغه وويل چې دغه پروګرام له يوې خوا د بې وزلو او بې سرپرستو کورنيو د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا سبب کېږي او له بلې خوا د چرګانو د روزنې صنعت هم پراخېږي.
پر دغو کورنيو دغه راز خوراکي توکي، درمل او واکسين او هم د چرګانو د روزنې لپاره قفس وېشل کېږي.
ټاکل شوې ده دغه کورنۍ د درېيو ورځو په بهيرکې د چرګانو د روزنې دغو فارمونو ته لاسرسى پيدا کړي.
زياترو  دغو کورنيو خپل سرپرستان چې پوځيان وو؛ له ډار اچونې سره  د مبارزې په لاره کې له لاسه ورکړي دي.
هغوى خوښې دي چې له دې وروسته کولاى شي د چرګانو په روزنې او د چرګانو  د هګيو په پلورنې سره خپل اقتصاد پياوړى کړي.
ختم- ف – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته