نړۍ

دعراق سنجار ته څيرمه دشپږم ډله ييز قبر کشف

بغداد بي بي سي   باختر دليندۍ دمياشتې ٨ :
دعراق دشمال مقاماتو  ديو ډله ييز قبر  دکشف خبر ورکړ  چې تصور کيږي  دهغو څه دپاسه سلو تنو  پاتې شونې وي  چې  دداعش دډلې  دجګړه مارانوله خوا وژل شوي وي.
باخترآژانس دبهرنيو  خبرځايونوله خولې  خبرراکړ : له هغه وخت څخه  چې دسنجار
ښار  دداعش له افرادو څخه بيرته ونيول شو دا شپږم ډله ييز قبر  دى  چې  دغه ښار ته څيرمه کشف  شوى دى.
دسنجار ښار چې زياتره اوسيدونکي يې ايزدي کردان دي  دتيرکال  په دوبي کې  دداعش دځواکونوله خوا ونيول  شو.
داعش ايزدي لږکۍ  کافر بولي او ښځې يې  دجګړې  د ٫ولجې په توګه کافرانو ته   دوينځو په توګه اخلي.
ايزديان له پيړيو پيړيو را په دې خواپه عراق کې ديره دي ا ودداعش دډلې دپيدايښت اوپه عراق کې  دهغې  دپرمختګ له وخت څخه ،  زياتره يې  ددغې ډلې له خوا وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته