کندز – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
يوه ميرمن تيره شپه په کندز ولايت کې دخپل ميړه له خوا ووژل شوه .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير
ويس الدين تلاش باختر آژانس ته وويل : دغه ميرمن چې ٢٨ کلنه وه يو اته مياشتى ماشوم يې درلود اودکندز ښارپه عقلان کلي کې په ډزو سره وژل شوې ده .
تلاش زياته کړه تورن له ساحې څخه تښتيدلى دى خو پوليسو د ده پلار او لومړنۍ ميرمن يې نيولې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ