کابل باختردزمري دمياشتي ٢٤
په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان د اسلامي پیوستون
د غونډې لپاره د بهرنیو چارو دوزیرانو د چمتووالي په غونډه کې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارواو وزیر
جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول وینا-
د سعودي عرب سلطنت
د ۱۳۹۱ لمریز کال د زمري ۲۳ مه
جلالتمآب شاهزاده عبدالعزیز بن عبدالله
ښاغلې سرمنشي پروفیسور احسان اوغلو
قدرمنو وزیرانو، جلالتمآبانو،
آغلو او ښاغلو،
په پیل کې اجازه راکړې چې د شاهۍ کورنۍ د جلالتمآب شاهزاده سعودالفیصل په بریالۍ توګه د عملیاتو په ترسره کولو خپله خوښي څرګنده کړم. غواړم چې د هغه په چټکۍ سره او د بشپړې روغتیا پخاطر خپل د هیلو څخه ډک مراتب وړاندې کړم .جلالتمآب شاهزاده سعودالفیصل د افغان ولس یو کلک ملګرې پاته شوې.
همدارنګه اجازه راکړې چې د افغان حکومت او افغان ولس ژوره خواشیني او د همدردۍ مراتب، په ایران کې د خپلو وروڼو او خویندو سره د هغه ویرجنې مرګ ژوبلې او زیان په خاطر چې ورته پدې ورستیو کې د زلزلې له امله رسیدلې، وړاندې کړم.
ښاغلې د غونډې مشر،
دا زما لپاره د ویاړ ځای دى چې نن ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان د څلورمې فوق العاده غونډې د چمتووالي، چې سبا او بله ورځ به د مکې مکرمې په ښار کې پدغه سپیڅلې میاشت کې ترسره کیږي، په اړه د بهرنیو چارودوزیرانو په غونډه کې حاضر یم.
غواړم چې د خپل پلاوي د زړه له کومي کوروداني، د خادم الحرمین شریفین د سعودي عربستان د پاچا جلالتمآب شاه عبدالله بن عبدالعزیز د ځیرکتیا په اړه چې دغه مهمه غونډه یې د اسلامي امت د تاریخ په ستونزمن او حساس وخت کې راوغوښته، وړاندې کړم.
همدارنګه غواړم چې د سلطنت او سعودي عربستان له خلکو څخه د هغې تودې میلمه پالنې له امله چې زما سره مل پلاوي ته یې وړاندې کړه مننه او قدرداني وړاندې کړم.
اجازه راکړې چې د تیرو ویناکوونکو په شان تاسې ښاغلي د غونډې مشر ته د دغه سازمان د مشرتوب په غاړه د اخیستلو له امله مبارکي ووایم او همدارنګه د دغې ناستې په بریالیتوب سره په پای ته رسولو کې زمونږ په بشپړې مرستې او همکارۍ باور ولري.
د قزاقستان جمهوریت تیر کال فعال او رغنده مشرتوب ترسره کړ او همدارنګه کورودانۍ ورته وايو.
ښاغلې د غونډې مشر،
دغه غونډه د امت او پراخې نړۍ لپاره په یو ډیر ځانګړی او مهم وخت کې ترسره کیږي. دغه غونډه مونږ ته فرصت راکوي چې د اسلامي نړۍ د ډیرو هیوادونو حالات وڅیړو، په ځانګړې توګه د فلسطیني خویندو او وروڼو مشروع موخې،د سوریې روان حالات، کوم چې زمونږ لپاره د جدي اندیښنې وړ دي، په میانمار کې د روهینګیا لږکیو مسلمانانو ځوریدنه او همدارنګه په مالي کې خطرناک حالات کوم چې په دغه هیواد کې د تروریستي او جنایي پیښو له امله منځته راغلي دي. افغانستان د دغو څلورو هیوادونو د حالاتو په اړه د څلورو قرار دادونو د مسودو ملاتړ کوي.
افغانستان، یو داسې هیواد چې تراوسه پورې پکې د تاوتریخوالي لړۍ روانه ده کوم چې د تروریستانو او د سولې او امنیت د دښمنانو لخوا ترسره کیږي،په ژوره توګه د دغه نوښت اهمیت او څرګنوالې احساس کوي.
ښاغلې د غونډې مشر،
افغانستان د اسلامي همکاریو د سازمان یو بنسټ ایښودونکې غړې دى او د دغه سازمان د منشور موخو او اصولو ته په کلکه ژمن دى. د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په حالاتو کې اټکلا له دریو لسیزو څخه ښکیل دى.
په تیرو ۱۰ کلونو کې له افغانستان سره نړیوالې ټولنې او د اسلامي همکاریو د سازمان خویندو او وروڼو مرسته کړی.په دغه موده کې مونږ په څرګند ډول لاسته راوړنې لرلې دي ترڅو د افغان ولس د ښیرازۍ لپاره فرصتونه برابر کړو.
پداسې حال کې چې مونږ ژمنه کړې چې خپلې لاسته راوړنې راټولې کړو او د افغان ولس د ښه راتلونکي لپاره فراصت برابر کړو، د امت یو ویاړلې غړې ده، مونږ اوس هم د تروریزم او بنسټ پالنې د عنصرونو له ګواښ سره لاس او ګریوان یو، کوم چې د اسلام دسپیڅلي دین په نامه زمونږ د بیګناه ولس پر وړاندې د جرمونو مرتکب کیږي.
افغان ولس د اسلامي پیوستون دغې فوق العاده غونډې ته په ډیرې علاقمندۍ سره سترګې په لار دى، ترڅو د افغان ولس سره یووالې او مرسته وکړي او همدارنګه د دغه سازمان څخه غوښتنه کوي، د امت په نوم، چې زمونږ په سیمه کې یو غټ او پایله لرونکې رول ولوبوي تر څو د تروریزم ، کوم چې زمونږ د سپیڅلي دین تر نوم لاندې ملکیان وژني او ټپي کوی، د ایدیالوژیکي او سیمه ایزې مرستې د اړخونو سره مبارزه وشي.یو محفوظ او باثباته افغانستان نه یواځې د افغان ولس په ګټه دى بلکه همدارنګه زمونږ د سیمې، زمونږ د امت او په ټوله کې د نړۍ لپاره مهم دى.
زه په دې هم باوري یم چې دغه کنفرانس او او مسلمانه نړۍ په ټوله کې بايد د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکیت د سولې او روغې جوړې له بهیر سره په لوړ غږ او سپیڅلې توګه ملاتړ اعلان کړي، تر څو په افغانستان کې د تاوتریخوالي سیاسي حل تر لاسه شي، یو داسې بهیر کوم چې د تاوتریخوالي د پریښودلو، د ټولو تروریستي ډلو سره د اړیکو د پریکون، د افغانستان د ډیموکراټیکو لاسته راوړنو د ساتنې او د افغانستان اساسي قانون ته د درناوي په اصولو ولاړ ده، کوم چې د یو باامنه، باثباته او ولسواکه افغانستان لپاره د ټولو افغانانو د مشروع علاقې ښودنه کوي.
په پایله کې، زه پدې باور لرم چې په مکه مکرمه کې دغه فوق العاده غونډه به د مسلمان امت پیوستون او یووالي غښتلې کړي، او همدارنګه به زمونږ په مخکې پرتو جدي ننګونو او ستونزو د حل په موخه مشخصې لارې چارې په ګوته کړي.