ټولنه

دجوماتونو ملاامامانو دافغانستان دملت په يووالي باندې ټينګاروکړ

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٤  :
دهېواد دمرکز او ولايتونو دجوماتونو ملاامامانو ، خطيبانو او واعظانو نن   دجمعې دلمانځه له ادا کولو مخکې   دهيواد دملي اتل دشهادت دورځې اودشهيد داوونۍ په باب خبرې وکړې او ددې ترڅنګ يې چې دخلکو زياته پاملرنه  داسلام دمبين دين دارزښتونو  او اصولو پيروۍ ته واړوله دافغانستان دمسلمان ملت په يووالي اوپيوستون باندې هم ټينګار وکړ.
له ځينو جوماتونو څخه دباختر آژانس دخبريالانو دخبرله مخې : ددين عالمانو دجمعې دلمانځه  له اداکولو مخکې خلک دې ته وهڅول  چې داسلام دمبين دين داصولو اولارښوونو په پيروۍ دې   دهېواد له نورو خلکو سره  ښه چلند اوسلوک وکړي او دظالمانه او ناروا عملونو له ترسره کولو څخه دې ډده وکړي.
دوى  له سوداګرو  او خصوصي متشبثينو  څخه وغوښتل چې له انګيزې پرته ګران پلورنه  پاى ته ورسوي   او دخلکو  دسوکالۍ او آرامۍ په لټه کې وي او ديولړ ناوړو اقتصادي ستونزو  ، وزګارتيا او دهېوادوالو  د ژوندانه دسختو شرايطو  دبيانولو په ترڅ کې يې له ټولو خصوصي  متشبثينو څخه وغوښتل چې  دخلکو  دلومړنيو اړتيا وړ خوراکي  توکو   اودسون دموادو او په تيره بيا داوبلن ګاز په وړاندې کولو اوپلورنه کې  عدالت په پام کې ونيسي اواسلامي چلند وکړي .
دغه راز واعظانو او خطيبانو  له پانګه والو او شتمنو اشخاصو  څخه وغوښتل چې داسلام دستر پيغمبر حضرت  محمد مصظفي (ص) له لارښوونوسره سم چې  بايد  شتمن مومنان دبيوزلو   او اړو کسانو لاس ونيسي  ، دوى هم  له بيوزلو او محتاجو خلکوسره مرسته وکړي .
دغه راز ملاامامانو  دشهيد دلوړ مقام   دبيانولو په ترڅ  کې دشهيد مقام ته درناوى  او دهېواد  دملي اتل   احمدشاه مسعود  دشهادت دورځې  اودشهيد داوونۍ  دنمانحنې په ترڅ کې له خلکو څخه وغوښتل چې دقرآن عظيم الشان په ختمونو او دشهيدانو پاک روح ته ددعا په کولوسره دغه ورځ ونمانځي.
په همدې ترتيب دوى دهېواد له ديندارو خلکو څخه وغوښتل چې له امنيتي ځواکونوسره  همکاري وکړي  او دهر راز شوکمارۍ ، غلا  او دخلکو دځورونې  چې د جنايتکارانوله خواترسره کيږي ، مخه ونيسي .
ديني عالمانو  د جمهوري رياست  له  نوماندانو څخه هم وغوښتل  چې انتخاباتي ډب پاى ته ورسوي او دخلکو دژوندانه سختو شرايطو ته په پاملرنې سره دى دهېوادوالو  ډول ډول اقتصادي ،  امنيتي ، سياسي ، ټولنيزې  او تجارتي ستونزې او نورې ناخوالې پاى ته ورسوي .
دغه راز دوى ټينګار وکړ  لکه څنګه چې  زموږ ديندارو هېوادوالو دزياتو ستونزو په زغملو سره چې آن   ددوى د سر دقربانۍ  او دځينو کسانو  دلاسونو دګوتو  دغوڅيدو سبب شوي په ميړانې او زړور تيا سره  درايې اخيستنې په بهيرکې  ګډون وکړ چې دهېواد راتلوونکى جمهوررييس انتخاب کړي چې دخلکو  ملي آرمان  اوګټې  تحقق ومومي ، سوله او امنيت تامين شي   او خلکو  ته  د ژوندانه خوندى شرايط برابر کړي  چې خلک   له ستونزو په تيره بيا له اقتصادي او امنيتي ستونزو خلاصون  ومومي .
ملاامامانو يوځل بيا دانتخاباتي ستونزو دډب  په پاى ته رسيدو چې ددغه هېواد دهر وګړي   د ژوندانه  اوبرخليک پورې اړه پيداکوي  تينګاروکړ او ويې ويل چې دجمهوري رياست نوماندان دې بايد  داسلامي اصولو اوارزښتونوله مخې دافغانستان دخلکو  د ژوندانه  ناوړه شرايط هم په پام کې ونيسي او ديوبل ترڅنګ دې ودريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته