نړۍ

په زرګونو تنو په اوکراين کې مظاهرې وکړې.

کيف-  نيوزنو – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
په زرګونو تنو د اوکراين دکيف ښار د استقلال په   ډګر کې مظاهرې وکړې.
د اوکراين مخالفو سياسي ګوندونو ويلي دي چې په پرونيو مظاهرو کې نږدې
پنځو  زرو تنو ګډون کړى  وو.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   له نږدې دريو مياشتو راپه دې خوا په اوکراين کې حکومتي ضد اعتراضونه  دوام لري.
دسياسي مخالفينويوه مشر ويتالي کليچلودجمهوري رياست  دواکونو دکمښت په مقصد داوکراين په اساسي قانون کې دسملاسي اصلاحاتو غوښتنه وکړه  .
ده زياته کړه  :  جمهور رييس ويکتور يانو کوويچ  وايي موږ د نوى  اساسي قانون دترلاسه کولو لپاره شپږو مياشتو ته اړتيا لرو خو زموږ خلک شپږ مياشتې سترګې په لاره نه پاتې کيږي   کولاى شو اساسي قانون همدا اوس بدل  کړو.
لومړى دى  د ٢٠٠٤ ميلادي کال  اساسي قانون ته  مراجعه وکړي او وروسته  دنوې اساسي قانون دجوړولو لپاره کارپيل کړى خودا په خپل ذات کې کافي نه
دى خلک يو  شى غواړي چې هغه هم دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول دي.
په اوکراين کې حکومتي ضد اعتراضونه له هغه وروسته پيل شول چې د دغه هيواد جمهور رييس د اروپا له اتحاديې سره  د آزادې سوداګرۍ  ديوه موافقه ليک له لاسليک کولو څخه  ډ ډه   وکړه .
په همدې   حال کې   د اوکراين د  استخباراتو   ادارې  پرون په   دغه    هيواد کې دتروريستي بريدونو دخطر په باب خبر  دارى ورکړ.
دغې ادارې  وويل چې د  تروريزم پرخلاف د  مبارزې ټولګى  ځان تيارسى کوي .
د اوکراين داستخباراتو اداره  وايي چې نړيوال هوايي ډګرونه ، د اورګاډو تم ځايوه او دبريښنا دتوليد د انرژۍ دستګاوې او خدمتونه له ګواښونو سره مخامخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته