ټولنه

د برښنا شرکت د کاري روڼتیا او د مدیریت د ښه والي لپاره یو بل ګام

کابل باختر د تلې  پنځلسمه
موږ وکولای شول په پوره بریا سره، د mPOWER انلاین سیسټم له لارې د پوره وړو د پور د قسطونو د ورکولو لپاره لا زیاته روڼتیا رامنځته کړو او په خپلو کاري چارو کې ځانته لا اسانتیا برابره کړو.
موږ اوس په دې باور یو چې دا نوی او تازه سیسټم به په دې بريالى شي چې روڼتیا او ځواب وینه به زیاته کړي او ګټورې اسانتیاوې به د ګډونوالو د خوښۍ لپاره رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په خوا به له پوره وړو څخه د پورونو راټولونې بهير په کلاسیکه او نغدي ډول ترسره کیده چې دا په خپله زموږ او ګډونوالو لپاره ستره ستونزه وه، او په دا ډول بهيرونو کې د بډو او ریشوتونو اخیستل نشو ردوالی؛ په ډیرې خوښۍ سره باید و وایو  چې د پورونو د ورکولو بهير له پیل څخه تر پایه پورې اوس په انلاین ډول ترسره کیږي،  او ټول مسېولین به په انلاین ډول په جریان کې واچوو. 
ټاکل شوې ده د افغانستان برښنا شرکت په ټولو کاري حوزو کې یو اوونیزضرب الاجل (وروستۍ نیټه) د پورونو  دورکړې په موخه پلې شي او له دې بهير څخه د لاسته راغلو پایلو په آړه ټولو هیوادولو ته راپور ورکړل شي. پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته