ټولنه

د میدان وردګو والي وايي د ښاري پراختیا چارې دې د کرنیزو ځمکو له زیانمنولو پرته ترسره شي

میدان ښار دسلواغی دریمه باختر
د میدان وردګو والي ټینګار کوي، چې د ښاري پراختیا پلانونه دې په هغو سیموکې تطبیق شي، چې کرنیزې ځمکې پکې نه زیانمیږي او د سیمې خلکو ته پکې لازمې اسانتیاوې برابريږي.
دا خبرې  حیات الله حیات د ښار جوړولودچارو وزارت له پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې دلیدنې پر مهال وکړې.
د پلاوي مشر انجینر محمد ابراهیبم زماني وویل، چې د سفر موخه یې د چک ولسوالۍ د ښاري پراختیا لپاره پلان جوړونه ده.
ده وویل، چې دوی به د خپل کار په بهير کې د تخنیکي چارو ترڅنګ د سیمې له خلکو او مسولینو سره مشورې او هم سروې ترسره کړي.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ویل، چې ښاري پراختیا پلان دجوړولوپه برخه کې دې کرنیزې ځمکي په پام کې ونیسي ؛ ځکه په خبره یې داکار چاپیریال او د خلکو داقتصاد په ګټه دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته