کابل باختردوري درې ويشتمه :
يوه بغلاني ځوان په خپل لاس جوړ کړى لس کسيز بريښنايي بيړۍ نن په پلخمري سيند کې په اوبو لاهو کړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، حفيظ الله رسولي چې اصلا ترکان دى دغه بيړۍ يې له لرګيو ، اوسپنې او له برقي وسايلو څخه په استفادې سره دنوى زرو افغانيو په لګښت په درې نيمو مياشتو کې جوړه کړې ده . او هغه يې دبغلان دوالي عبدالحى نعمتي او ددولتي دايرو ديوشمير مسوولينو په وړاندې دبريښناپه بند کې اوبو ته لاهو کړ .
دبغلان والي ددغه ځوان ددغه نوښت له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دده داستعداد دودې او پرمختګ لپاره دهغه ملاتړ کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ