کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٩:
په جوزجان ولايت کې دطالبانو د راکټې بريد له امله يوه ځوانه نجلۍ ټپي شوه.
دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د جوزجان ولايت په شبرغان ښارکې د بکاول په نامه سيمه تر خپلو راکټي بريدونو لاندې ونيوله .
د جوزجان ولايت دپوليسو مسوول جنرال فقيرمحمد جوزجاني دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې راکټي بريد کې يوه شپاړلس کلنه نجلۍ ټپي شوې ده .
ويل کيږي چې د طالبانو له خوا ځينې توغول شوي توغندي نه دې چاوديدلي.
د شبرغان ښار د روغتون ډاکترانو د دغې ځوانې نجلۍ روغتيايي حالت خراب بللى دى .
دجوزجان دپوليسو مسوول وسله وال طالبان ددغه راکټي بريدونو مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې اونيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل