امنیت

وسله والو طالبانو ته په کندز کې د سر دروند زيان او مالي تاوان واوښت.

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
په کندز کې دملي اردو د ځواکونو د هوايي بريد نو له امله ددولت ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ٨٠٨ سپين زر زون د لوى قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ:چې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې د کندز ولايت د قلعه ذال ولسوالۍ په مربوطاتو او د کندز ښار دشرکت په ساحه کې د وسله والو مخالفينو د راټوليدو په سيمو د ملي اردو دځواکونو له خوا هوايي بريدونه وشول چې له امله يې ددولت ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شو ل اولس تنه  نور ټپيان شول.
په دغو هوايي بريدونو کې دغه راز د مخالفينو در ې رنجر موټرونه او يو ټانک چې پخوا دهغوى لاس ته ورغلي و په بشپړه توګه ويجاړ شول او ددښمن يو ديرش بوشکه يي ماينونه ، درې پنځوس مخابرې او دهاوان څه ناڅه دوه سوه ماينونه د ملي اردو دځواکونولاس ته ورغلي دي.
د٨٠٨ سپين زر زون د قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر د يو بل خبر له مخې: دکندز ولايت د حضرت سلطان د ساحې د ملاقلي په کلي کې د کوماندو د خاصې قطعې د منسوبينو د شپنيو عملياتو له امله ددولت د وسله والو مخالفينو يوه ټينګه قرارګاه له منځه وړل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته