سیاست

د ملاعمر د مړينې د خبر خپريدل د افغانستان د دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې وځنډولې

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٩
له هغه وروسته چې طالبانو تاييدکړه چې د دوى مشر ملامحمد عمر مړ شوى دى؛ د افغانستان د دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې وځنډولې شوې.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
ټاکل شوې وه د افغانستان د دولت او د طالبانو استازو د روان کال د زمري د مياشتې په ٩ نيټه په اسلام آبادکې د خپلو خبرو بل پړاو پيل کړي؛ خو په کابل او اسلام آبادکې خبرځايونو ويلي دي چې دغه خبرې تر نا معلوم وخت پورې ځنډولې شوې دي.
دغه خبرې د پاکستان په کوربه توب ترسره کيدې؛ خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله ويلي دي چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو نوې دوره د طالبانو د رهبرۍ (د کويټې شورا) په غوښتنه ځنډولې شوې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې باب زياتې څرګندونې نه دي کړې.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاالله لودين ويلي دي چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې د ملاعمر د مړينې د خبر له خپريدو وروسته تر نامعلوم وخت پورې ځنډولې شوې دي.
خو لودين وايي چې د ملاعمر مړينه د سولې له خبرو سره اړيکې نه شي لرلې؛ ځکه ملا عمر دوه کاله مخکې مړ شوى دى. په داسې حال کې د همدې مودې په بهيرکې جګړه روانه وه او اعلاميې او ابلاغيې د طالبانو له خوا خپريدې او د ملا عمر مړينه د طالبانو په کار او فعاليت اغيزه نه درلوده.
د سولې د عالي شورا مرستيال يوې آزادې رسنۍ ته ويلي دي چې پاکستان د ملا عمر د مړينې په پلمه د سولې د خبرو مخه نيولې ده؛ ځکه د ملاعمر مړينه هغه وخت اعلام شوه چې سبا يې د سولې خبرې وې او په دې ډول دوى د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د نوى پړاو مخه نيولې ده .
يو شمېر سياسي کارپوهان په دې باور دي چې د ملاعمر مړينه به د سولې په خبرو اغيزه ونه کړي.
ملا حسن رحماني چې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د قندهار والي و او ملاعمر ته له نږدېو کسانو څخه شمېرل کيده؛ په دې ترڅ کې چې د ملا اخترمحمد منصور له ټاکنې سره يې خپل مخالفت  څرګند کړ؛ خو ويې ويل چې د افغانستان له دولت سره د سولې د خبرو په اړوند د ملا اخترمحمد منصور او د طالبانو د نورو مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف نشته .
ده وويل: موږ پريکړه کړې ده چې د افغانستان له دولت سره دې د سولې خبرې وشي او موږ د دغو خبرو مخالف نه يو.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله مخکې د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه روغتون کې په مرموز ډول مړ شوى او يا ووژل شوى دى.
طالبان، د افغانستان دولت او د امريکا دولت د ملاعمر مړينه تاييدکړې ده.
بايد وويل شي چې د دواړ لورو ترمنځ د سولې د خبرو تېره دوره د پاکستان په مري کې ترسره شوه او د طالبانو د هيئت ترکيب د ملا اخترمحمد منصور له خوا مشخص شوى و.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې اوسنى حالت د بل هر وخت څخه زيات د سولې د خبرو زمينه برابره کړې ده .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له ټولو ښکيلوڅخه غوښتي دي چې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته