سیاستخبرونه

د غزني ښځو په هېواد کې د دایمي سولې او اوربند غوښتنه وکړه

۴۲- کابل / د لړم ٢٧ مه / باختر
د غزني ښځو نن د بین الافغاني خبرو اترو له پیل څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او په هېواد کې یې د دایمي سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني د مرکز او ولسوالیو یو شمېر ښځو او د ښځو د حقوقو فعالانو په یوه ناسته کې وويل چې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو له لوري څو کلنه جګړه د افغانستان پرملت ټپل شوې ده، په دې جګړه کې زیاتره ښځې زیانونه زغملي دي.
دوی د جګړې له ښکیلو لوريو وغوښتل چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او دایمي سوله او اوربند اعلان کړي چې په راتلونکي کې په ټول هېواد کې د دایمي سولې شاهدان واوسو.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته