نړۍ

هند ته دامريکا دجمهور رييس دسفر په درشل کې په نوي ډيلې کې دمهماتو کشف

نوى ډيلى ايرنا  باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩ :
دهنددپوليسو ځانګړي قطعې پرون  هند ته دامريکا دجمهوررييس بارک اوباما  له سفر څخه  ټيک څو ورځې مخکې په  نوي ډيلي کې دمترو  په يوه تم ځاى کې  يوه  زياته اندازه مهمات  کشف اوضبط کړل .
دايرنا دخبرله مخې :   اوباما د روان کال  دسلواغې دمياشتې  دپنځمې نيټې په سهار ډيلي ته رسيږي او دسلواغې دمياشتې په شپږمه نيټه  دهند جمهوريت  دخپلواکۍ دورځې   په مراسمو کې  له ګډون وروسته  ، دسلواغې دمياشتې په اوومه نيټه  به په  آګره ښارکې دتاج محل تاريخي څلى  وګوري.
دهندي رسنيو دخبرونوله مخې :  پوليسو  دډيلي دويلکم کالوني په نامه يوځاى کې  دمترو په يوه تم ځاى کې  يو زرو دوه سوه  ګولۍ  کشف اوپه دې اړوند يې  درې تنه نيولي دي.
ددغو مهماتو کشف  دهند جمهوريت  دکاليزې  په مراسمو کې  داوباما  ګډون ته  په پاملرنې سره  زيات اهميت لري .
دامريکا  او دهند  امنيتي او اطلاعاتي ځواکونو  داوباما له سفر  څخه مخکې دنوي ډيلي  دامنيتي پوښښ لپاره  پراخ اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي .
دهند او امريکا  امنيتي ځواکونو په نوي ډيلي کې دهند جمهوريت  دخپلواکۍ دورځې دنمانځنې دمراسمو لپاره  يوه امنيتي  کړۍ جوړه کړې ده  او ددغو مراسمو دپرځاى کولو  فضا او ځاى به  ديوې  خاصې رادار لرونکې دستګاه  د درولو له  لارې تر څارنې لاندې ونيسي  .
په يوبل خبر کې ويل شوې دي   چې امنيتي ځواکونو   دهند  په شمال  دجهارخند ايالت  په مرکز  رانچي کې په نامکوم  سيمه کې  په دريو بيلابيلو مسافر وړونکو موټرو کې  نږدې لس زره قلمه  چاوديدونکي توکي کشف اوضبط کړي دي.
انګليسي ژبې ورځپاڼې اکونوميک ټايمز هم  له واشنګتن څخه ديو رپوټ  په ترڅ کې، هند داوباما دسفر په باب ليکلي دي چې امريکا له پاکستان  څخه  غوښتي دي چې   دهند جمهوريت  دورځې   په مراسمو کې  دګډون لپاره هند ته داوباما دسفر په بهيرکې په دغه هېواد کې  دهر راز تروريستي  بريدونو تضمين وکړي .
دامريکا دامنيتي قوانينو له مخې : ددغه هېواد دجمهوررييس  دامنيت دتضمين لپاره ، اوباما نه شي کولاى   له شلو دقيقو څخه زيات  په آزاده  فضا کې پاتې شي  خو دى به  نږدې دوه ساعته  دهند جمهوريت  د ورځې په مراسمو کې  دخپل هندي سيال  پراناب موکرجې او ددغه هېواد دصدراعظم نارندرا مودي  ترڅنګ په آزاده فضا کې  تير کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته