امنیت

په جوزجان کې يو تن د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول شو

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
د جوزجان ولايت پوليسو يو تن د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيو.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير باختر آژانس ته وويل چې دغه سړى نن د شبرغان ښار ته څېرمه له يوې اندازې  هيروئينو سره د پوځيانو په عملياتو کې ونيول شو .
د دغه مديريت منسوبينو تېره اوونۍ هم د څلورو جلاجلا عملياتوپه بهيرکې  د نشه يي توکو يوشمېر پلورونکي ونيول او عدلي اوقضايي بنسټونو ته يې وسپارل .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته