امنیت

په کونړ کې د١١ تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
دوسله والوطالبانو دډلې  ١١ تنه غړي په کونړ ولايت کې  له پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شول .
دغه حګړې  تيره شپه دکونړ ولايت دمرکز اسعد ابادښار په مربوطاتو کې له هغه وروسته ونښتې چې پوځيانو دوسله والو طالبانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې دوسله والو طالبانوپه ډلې  پورې اړوند ١١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل چې ډار اچوونکي داسعداباد ښار ته څيرمه په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت  وو چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي چې په دغو  نښتو کې  پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته