امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي په پروان کې ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه : 
پنځه تنه وسله وال ډار اچوونکي نن د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
يوه تروريستي ډله چې د کوه صافي ولسوالۍ په مربوطاتوکې يې فعاليت درلود، د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول او د دغې ډلې درې تنه نورغړي ونيول شول.
له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه وسلې او پوځي تجهيزات هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته