روغتیا

په سرپل کې د دولسو روغتيايي کلينيکونو د ودانيو جوړول

کابل- باختر د کب دمياشتې ١
په سرپل ولايت کې د دولسو روغتيايي کلينيکونو ودانۍ د ملي پيوستون د پروګرام له خوا جوړې او ګټې اخستنې وسپارلې شوې.
د سرپل ولايت دعامې روغتيا رياست مالي او اداري مرستيال نور احمد باهر کمال اوغلي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کلينيکونو دغه ودانۍ د خلکو په سلوکې د لسو په ونډې سره د نږدې څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت د سرپل ولايت په مرکز او شپږګونو ولسواليوکې جوړې شوې دي .
باهر زياته کړه چې د دغو کلينيکونو پرسونل او طبي تجهيزات  هم د هېواد د عامې روغتيا وزارت له لارې بشپړې شوې چې په عملي ډول د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولوبوخت دي .
د سرپل ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رياست د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د تېرکال په بهيرکې د دغه ولايت په کچه د ٢٠٠ ښووځيو ودانۍ هم د ملي پيوستون د پروګرام له لارې جوړې او ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته