نړۍ

په مکه مکرمه کې د دوو ترافيکو پيښو له امله دوه تنه افغاني حاجيان ټپيان شول .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
دوه تنه افغاني حاجيان په مکه مکرمه کې د دوو ترافيکي پيښو له امله ټپيان شول.
له مکې مکرمې څخه دباختر آژانس استول شوي خبريال فضل واحدکريم خبر راکړ.
د دوو جلا جلا ترافيکي پيښوله امله چې په دې وروستيو وختوکې په مکې مکرمې کې  رامنځته شوې  دوه تنه افغان حاجيان ټپيان شول .
دباختر آژانس استول شوى خبريال د اړوندو مسوولينو له خولې خبر راکړ چې ددغو پيښو ټپيان  تر درملنې لاندي دى او دهغو روغتيايي حالت مخ  په ښه والي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته