خبرونهامنیت

دوه طالبان په بلخ کې ووژل شول

۳۴- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د بلخ امنیتي منسوبینو دوه وسله وال طالبان د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ووژل.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو دغه دوه وسله وال طالبان چې غوښتل یې یو امنیتي منسوب د بلخ ولسوالۍ د (فریده بلخي) ښوونځي په مربوطاتو کې ترور کړي، ووژل.
هغه زیاته کړه چې دغه طالبان په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یو سرګروپ په ماشک مشهور د اجمل افراد وو.
له یادو یرغلګرو څخه یو کلاشینکوف او یو موټرسایکل ترلاسه شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته