پلخمري باختر دوږي دمياشتې ١٥ نيټه :
لومړنى جوړ شوى رستورانت په بغلان ولايت کې د ښځو له خوا ښه عايدات ترلاسه کړي دي.
دغه رستورانت چې نوى يې په فعاليت پيل کړى دى، د بغلان ولايت د زياترو ښځو د پاملرنې وړ ګرځيدلى دى او هره ورځ دغه رستورانت ته غرمه او د شپې له خوا څه ناڅه ٧٠ کورنۍ د ډوډۍ خوړلو لپاره راځي.
د مور رستورانت مسوولې ميرمن ګيتي انوري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه رستورانت ٢٤ ساعته د ميلمنو او کورنيو په خدمت کې دى او ديرش ډوله خوراکي شيان لري.
دې وويل: دغه رستورانت د ديرشو ميليونو افغانيو په پانګونې سره په فعاليت پيل کړى او شل تنه ميرمنې پکې کارکوي.
پاى ع ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ