روغتیا

د محرم په مناسبت د هرات خلکو په زرګونو سي سي وينه ورکړه

 کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٢  :
د عاشورا د خونړي پاڅون په درناوي ٣٥ زره سي سي وينه د خلکوله خوا اړتيا لرونکو ته ورکړى شوه .
د هرات د مرکزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي وويل: دحسيني عاشورا په مناسبت د وينې د راټولولو په کمپاين کې څه ناڅه پنځه ديرش زره سي سي وينه راټوله شوې ده.
په دې پروګرام کې د هرات د حوزوي روغتون پنځوسو تنو کارکوونکو د هرات  امبولانس د خدمتونو په همغږۍ ګډون کړى و.
راټوله شوې وينه د وينې په بانک کې زيرمه شوې او ټاکل شوې ده اړو ناروغانو ته وويشل شي .
دوى وايي: د هرات خلک د بېلابېلو مناسبتونو په بهيرکې د وينې په ورکولو سره     له اړتيا لرونکو سره مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته