روغتیا

د ملي تدارکاتو کمېسیون له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د درملو او طبي تجهیزاتو برابرولو پروژې په ګډون، ۵۳ تدارکاتي موضوګانې منظورکړې

کابل / د کب ١٣مه / باختر 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې، پر ۶۲ تدارکاتي موضوګانو بحث وشو چې په پایله کې د عامې روغتیا وزارت اړوند له کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر د درملو، تجهیزاتو او لازمو طبي وسایلو د اکمالولو قرارداد او د عامې روغتیا وزارت اړوند د کرونا ویروس د خپرېدو او مخنیوي لپاره د هېواد په مرکز او زونونو کې د ایزولیشن ملي مرکز د معیاري تجهیز لپاره د اړتیا وړ توکو او وسایلو د برابرولو په خاطر د واحدې منبع تدارکاتي طریقې انتخاب د منظورۍ غوښتنې په شمول، له ۸،۴ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۵۳ موارد منظور شول.
دغه راز بهرنیو چارو وزارت په لاهه کې د افغانستان د استوګن سفیر لپاره د استوګنځي د پېرلو منظورۍ غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې کمېسیون د هر اړخیزې ارزونې په موخه رد کړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس د بهرنیو چارو وزارت پر پروژو د بحث پر مهال په ټینګار سره د دغه وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له دې وروسته په سفارتونو کې د پیسو  ساتل د منلو نه دي او باید دغه پیسې د مالي چارو قوانینو مطابق معین حساب ته داخلې شي.
بل لوري، اریانا افغان هوایي شرکت د کورنیو هوایي ډګرونو لپاره د دغه شرکت د الوتکو د اړتیا وړ TC-1 تېلو د تهیه او تدارک او د چارټر خدمتونو د پروژو لپاره د دوو الوتکو په اړه د لارښوونو غوښتنې کمېسیون ته وړاندې کړې چې په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.
جمهور ريیس غني د تدارکاتي بنسټونو مسوولینو ته چې پر پروژو یې بحث وشو، لارښوونه وکړه چې د پروژو د تطبیق پر څرنګوالي د څار په برخه کې دې د ولس د مشارکت کچه لوړه کړي، ځکه د عامه قراردادونو په تطبیق کې روڼتیا اساسي او قانوني اصل ګڼل کېږي.
په دغه ناسته کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، کورنیو او نړیوالو څارونکو له هغې ډلې د افغانستان د روڼتیا څار ادارې، ولسي جرګې د مالي او بودجې او دفاع چارو کمېسیونونو، مشرانو جرګې، د غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارې او د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ځانګړي سرمفتش (سیګار) استازو هم حضور درلود.
پاىع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته