نړۍ

د “افغانستان دوست” روګر ويلمسن خاوروته وسپارل شو

برلين  باختر د  کب څلورمه :
مشهور آلمانى ليکوال او د ټلويزيوني پروګرامونو چلوونکى روګر ويلمسن د روان کال  د فبروري د مياشتې په اوومه نيټه د سرطان په ناروغۍ د اخته کيدو له امله مړ شو.
ده چې د نورو ليکنو ترڅنګ د افغانستان په باب هم ليکنې کړې وې؛ پرون د دوشنبې په ورځ په هامبورګ کې خاوروته وسپارل شو .
ويلمسن په خپله ځلانده کارنامه کې د افغانستان په باب هم دوه کتابونه لري .
  له افغانستان سره د هغه په علاقمندۍ او پاملرنې د پوهيدو لپاره ښايي همدا کافي وي چې د ده د مړينې په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: هغه کسان چې غواړي د ده  په قبر د ګلو ګيډې کيږدي؛ د مهربانۍ له مخې دې له خپل دغه کارڅخه تير شي او پيسې يې په آلمان کې د افغان رضاکارو ښځو بنسټ ته ورکړي .
ويلمسن د افغانستان له موضوعګانو سره دومره علاقمندي لرله چې په هامبورګ کې افغان ليکوال يما ناشريکمنش، هغه د افغانستان د رښتيني دوست په توګه بللى دى.
ويلمسن دغه راز په آلمان کې د افغان ښځو د يوه ملاتړي بنسټ  ملاتړ کاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته