ټولنه

په قندهار کې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته

دقندهارښار/ باخترد وري دمياشتې٢مه
په قندهار ولايت کې په سلګونو اړو کورنيو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې.
زياتره دغو کورنيو خپل ټول شته د وروستيو سيلاوونو د راوتلو له امله لاسه ورکړي وو.
د قند هار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چۍ په دې پړاو کې په ٦٠٠ کورنيو د بهرنيو او کورنيو خيريه موسسو له خوا خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل شول.
خبرپاڼه زياتوي: دغه راز د قندهار ولايت په شاوخوا سيمو کې په اړو او سيلاو ځپلو کورنيو د مرستي د ويشلو لړۍ دوام لري .
په قندهار ولايت کې د وروستيو سيلاوونو د راوتلو له امله څه د پاسه يو زرو ٥٠٠ کورنۍ زيانمنې او نورو سيمو ته  کډه شوې دي.
دغوسيلاوونو د څه ناڅه شلو تنو ژوند واخيست او په لسګونو تنه نور يې ټپيان کړل.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته