امنیت

د طالبانو دوه تنه قوماندانان له خپلو شپږو تنو افرادو سره په زابل کې ووژل شول .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٥
دوسله والو طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان له خپلو شپږو تنو افرادو سره په زابل ولايت کې دعملياتو په بهير کې ووژل شول.
دغه عمليات چې دافغان او ناټو دځواکونو له خوا ديوې  اوونۍ لپاره د ارغنداب
ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شوي  و پرون ناوخته پاى ته ورسيدل.
دزابل ولايت د ارغنداب ولسوال  مومند نصرت يار باختر آژانس ته وويل  :
چې ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو دوه تنه سيمه قوماندانان له خپلو شپږو تنو افرادو سره  ووژل شول.
د ارغنداب دولسوال دڅرګندونو له مخې ، په دې عملياتو کې ځواکونو وکولاى شول چې دوسله والو طالبانو څو پټنځايونه له منځه يوسي او خلکوته دخوندي ژوند زمينه برابره کړي.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې د طالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او دلسو موټر سايکلونو په ګډون څو واسطې هم ترلاسه شوي دي.
ولسوال  وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې دافغان او ناټو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان   نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته