امنیت

په هرات کې ټپي شوي سړىي د جمهوري رياست دکوم نوماند په انتخاباتي مرکز پورې اړه نه درلود

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي: هغه سړي چې پرون د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې په يوه نښته کې ټپي شو؛ په هيڅ انتخاباتي مرکز پورې اړه نه درلود بلکې څو نسبتي دوسيې د ده په پته ثبت دي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن بآختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د هرات ولايت دکرخ ولسوالۍ اوسيدونکى ارباب قاسم چې ددغې ولسوالۍ دملي امنيت د مديريت دمعلوماتو له مخې د څو جنايي قضيو تور پرې لګول شوى دى او له دغه مديريت سره دوسيه لري او له پخوا څخه ددغه مديريت تر څارنې لاندې و چې پرون مازيګر کله چې دهرات دملي امنيت منسوبينو غوښتل هغه ونيسي؛ د ملي امنيت له منسوبينو سره دنښتې په بهيرکې ټپي شو چې همدا اوس د هرات په روغتون کې تر درملنې او د ملي امنيت دمنسوبينو ترڅارنې لاندې دى.
دهرات د پوليسو د معلوماتو له مخې: ددغه سړى نوم د نوماندانو د انتخاباتي مرکزونو په هيڅ لست کې چې له پخوا څخه له پوليسو سره شريک شوى دى؛ نه شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته