کابل د ورې ٥مه باختر
د سالنګونو د لويې لارې مسوولان وايي دغه لويه لار د ټيلري وسايطو پرمخ تړلې ده او نور وسايط کولاى شي له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې انجنير عبدالظاهر محمدي باختراژانس ته وويل: په شمالي او جنوبي سالنکونو کې له توپان سره جوخت د واوري اورښت په وقفه يې ډول دوام لري او په جنوبي سالنګ کې د ليدو ساحه کمه ده او د اټکلونو له مخې د واورې اورښت به ترشپې پورې دوام وکړي.
هغه وويل دغه لويه لار دټيلري وسايطو پرمخ تړلې ده او نور وسايط کولاى شي په ژمنيو تجهيزاتو سمبال او د مقرراتو په راعايتولو سره پر دغه لار تګ راتګ وکړي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ